د لومړۍ ناحیې اړوند د پُل خشتي سیمې او سپاهي ګمنام چوک ترمنځ تر ځمکې لاندې مارکېټ د پاسه د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د سړک قیر چارې روانې دي او هڅه کېږي څو هرڅه ژر بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د ډیزاین له مخې د پلو لارو جوړول، موازي پارکېنګونه، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول د یاد سړک نور جزئیات دي. د کابل ښار د اقتصادي ودې په موخه د پُل خشتي سیمې او سپاهي ګمنام چوک ترمنځ تر ځمکې لاندې مارکېټ په ۷۲۸۰ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ کې ډیزاین شوی دی چې، په هغه کې ۳۴۰ هټۍ، د وتلو او ننوتلو دروازې، کړکۍ، تشنابونه، لمریزه او ښاري برښنا، د خوندیتوب او اور وژنې سیسټمونه په نظر کې نیول شوي دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي