د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په هڅو د یولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې د لومړۍ حصې د ګولایۍ پارک په یوه ښایسته پارک او مناسب تفریحي ځای بدل شوی دی. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې، دا پارک ۹۸۰۶۴ متر مربع مساحت لري او په هغه کې ۳۴۷۶ بېلابېل ډوله ونې، ۱۰ زره مرسل ګلان، ۱۲ زره دیوار بید او ۷ زره نور فصلي ګلان شته چې، په راتلونکې کې به د ښکلا څراغونه هم پکې نصب شي. نوموړي زیاته کړه چې، د ونو د اصلاح کولو او د چمن کرلو لپاره د نویو ځایونو د جوړولو په برخه کې هم ګټور کارونه ترسره شوي دي. د خیرخانې د لومړۍ حصې د ګولایۍ پارک، احاطه، د پلو لارو په تېږو فرش، اوږدې څوکۍ، سیوري ځایونه، د ماشومانو لپاره د لوبو وسایل، سپورتي لوبغالی، د پارک اداري ودانۍ، شنې خونې، چمنونه او د خړوبولو سیسټم په بر کې نیسي.د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مسئولان له یاد پارک څخه په دوامداره توګه ساتنه کوي ترڅو ښکلا او زرغونتیا یې لا ډېره او په ښه توګه وساتل شي