د دویمې ناحیې اړوند د کابل ولایت ودانۍ له مخې څخه تر ماشین خانې پورې د جوی شیر نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د شته خنډونو پاکولو چارې د شپې له خوا روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: له دې اقدام څخه موخه، د پروژې د چارو چټکتیا او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول دي. نوموړي زیاته کړه، د خنډونو تر پاکولو وروسته به دغه سړک چې، (۷۸۳) متره اوږدوالی او (۳۲) متره سور لري، د روان کال په بهیر کې په معیاري توګه جوړ او ورسره جوخت به له یوې خوا د ښار په مرکزي برخو کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې ستونزه په بنسټيزه توګه هواره او بله خوا به د صدارت څلورلارې، ملک اصغر څلورلارې، قوای مرکز، ده افغانانو، د زیر زمینۍ د سر او نورو ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي بهیر ووېشل شي. د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک په اوږدو کې (۲۵۴) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي
د جوی شیر نښلوونکي نوي سړک د جوړولو پر وړاندې د شته خنډونو پاکولو چارې د شپې لخوا روانې دي