الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

15060.jpg (1820 × 1024)

د یوولسمې او اولسمې ناحیو اړوند  د سرای شمالي له څلورلارې حخه د نفت او ګاز ادارې تر مخې پورې د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د استملاکي ملکیتونو او خنډونو پاکولو چارې روانې دي څو  عملي کار ته زمینه برابره شي. د ډیزاین له مخې دا سړک ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به یې چارې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا  د یوه کال په موده کې بشپړې شي.  د یاد سړک په اوږدو کې ۱۱۷ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، مالکانو ته به یې د قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي. د خیرخانې کوتل سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو شمېرل کېږي چې، کابل د هېواد له شمالي ولایتونو سره نښلوي. د دې سړک لومړۍ برخه تېر کال جوړه شوې ده او د دویمې برخې په جوړولو یې کار روان دی