د تبلیغاتي شرکتونو استازو او د دوه ویشت ګونو ناحیو د لوحو د ټکس او کلتوري چارو مدیرانو ته د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمیسیون کړنلاره تشریح شوه. د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي مهاجر فراهي په دې اړه وویل: دغه کړنلاره ملي او کلتوري ارزښتونو ته په کتو جوړه شوې ده ترڅو وکولای شو پر بنسټ یې د ښار په کچه لوحې او اشتهارات اصلاح او تنظیم کړو. نوموړي زیاته کړه، هغه لوحې او اعلانات چې، تر دې وړاندې په بهرنیو ژبو لیکل شوي ؤ، غیر شرعي انځورونه پکې ؤ، مینځپانګه یې ناسمه وه او یا په نا مناسب ځای کې نصب شوي ؤ، اوس مهال اصلاح شوي او دا لړۍ دوام لري، اړتیا ده چې، تبلیغاتي شرکتونه او اړوند مسئولین په دې برخه کې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح له کمیسیون سره مرسته وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټولنیزو رسنیو د څارنې رئیس مولوي صفي الله رائد په خپل وار خبرې وکړې او ویې ویل: په ښاري سیمو کې یو شمېر لوحې د اصنافو او هټیوالو په مرسته اصلاح شوې دي او دغه لړۍ به تر پوره اصلاحاتو راوستلو پورې دوام ولري. دغو ویناوالو ټینګار وکړ چې، تر اوسه هم د یو شمېر لوحو او اشتهاراتو په لیکنو کې ستونزه شته چې، باید په دې برخه کې ډېر دقت وشي او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې، په لوحو او اشتهاراتو کې د بهرنیو ژبو له کارولو څخه ډډه وکړي او په خپلو ملي او سیمه ییزو ژبو کې شته کلمات وکاروي. په دې ناسته کې د معیاري او غیر معیاري لوحو او اشتهاراتو د ځانګړتیاو په اړه یو شمېر معلوماتي کڅوړې هم له ګډونوالو سره شریکې شوې
د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمیسیون کړنلاره تشریح شوه
24 ثور 1404