د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د کارکوونکو له خوا د مرسل (۴۵۰) بوټي ګلان چې، د فیروزکوه خیریه بنسټ له خوا د ښار د زرغونتیا په موخه چمتو شوي وو،د قلعه زمان خان د سړک په ګلدان کې کېنول شول. د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان د یاد بنسټ له دې نیک اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، له دې ګلانو څخه به په دوامداره توګه ساتنه وشي. ښاغلي پټان زیاته کړه، د یاد سړک د زرغونتیا او ښکلا په موخه، له نورو کېنولو شویو نیالګیو او ګلانو څخه هم ساتنه کېږي او اړتیا ده چې، د دې سړک په اوږدو کې میشت ښاریان هم په دې برخه کې مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، د فیروزکوه خیریه بنسټ (۲۰) بوجۍ حیواني کود مرسته هم کړې ده او ژمنه یې وکړه چې، د ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه به، په راتلونکې کې د مرسل چیله يي ګلانو (۱۰۰) بوټي نوره مرسته هم وکړي
د قلعه زمان خان د سړک په ګلدان کې د مرسل ۴۵۰ ګلان کېنول شول