الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري

15083.jpg (1820 × 1024)

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې  په دوامداره توګه دوام لري، او هڅه کیږي چې، په روان کال کې  بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.  د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې (۷) کیلو متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او تم ځایونو جوړولو، د څراغونو نصبولو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو جوړول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه په منظمه توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي ترڅو په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه شي. د کابل-لوګر سړک چې د کابل ښار په سویلي زون کې یو مهم اقتصادي دهلیز ګڼل کېږي، کابل ښاروالۍ پلان لري چې، په راتلونکي کې یې د دوهمې برخې د جوړولو چارې له چرخ آب سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې هم پیل کړي