الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د سړک د جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي

 15090.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د ۷۲۸ متره په اوږدوالي او  ۴۰ مترو په سور سره د یوه کانال په ګډون د سړک جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د یاد سړک اساسي برخې جوړې شوې او ډېر ژر به یې قیر چارې هم پیل شي. دغه سړک د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، په واټونو د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی.  د یاد سړک په جوړېدو سره به د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک د ګولایۍ سیمې او د امنیت ښارګوټي اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت تر ښارګوټي پورې کانال چې، ۷۵۰ متره اوږدوالی، یو متر سور او ۱.۳ متره ژوروالی لري، د یادې سیمې د سطحي اوبو د مدیریت په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.