د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره کي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړولو پلان پلی کیږي

15096.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د کابل ښار د تلپاتې ودې او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، د څلورمې ناحیې اړوند د بره کي له سړک څخه د کلوله پشتې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پلان پلی او عملي کړي. له دې امله د یاد سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي چې، د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاونو ترسره کولو په موخه هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې دې مرسته وکړي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په دې اړه وویل: د یاد سړک جوړول خورا ډیر اهمیت لري، ځکه د بره کي په څلورلارې کې د هوايي پله د جوړولو پر مهال بدیل سړک ګڼل کېږي. د بره کي او کلوله پشتې ترمنځ د نوي جوړېدونکي سړک په اوږدو کې (۶۶) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، کابل ښاروالۍ یې د استملاک قانون له مخې مالکانو ته د بدیلو حقونو د ورکولو په برخه کې ژمنتیا لري. دغه نښلوونکی سړک (۶۵۵) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه جوړ شي