د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو او قلعه زمان خان سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک چارې روانې دي

15100.jpg (1820 × 1024)

د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند له کارته نو ( د اوبو رسونې شرکت له څنګ) څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په عادي توګه روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک۳۰۷۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د استنادي دېوالونو، لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي. د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه د کابل ښاروالۍ انجنیران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي ترڅو دا پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي