الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې په دویم ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي

15106.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې د دویم ګذر اړوند په هوتخیلو سیمه کې د (۳) کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وویل: دغه کوڅې  چې په ټولیزه توګه (۹۶۸) متره اوږدوالی او (۴.۶) متره سور لري، د لښتیو په ګډون به د دوه میاشتو په موده کې په معیاري توګه جوړې شي. نوموړي زیاته کړه چې، د یادو کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او دوی ته به ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي