الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دیوان‌بیګي څخه تر مهتاب‌قلعه پورې سړک په اوږدو کې د یو موټریز پله د جوړېدو چارې پیل شوې

15110.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له دیوان‌بیګي څخه تر مهتاب‌قلعه پورې د نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند دپاسه د یو اساسي او معیاري موټریز پله د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د کار،ساتنې او مراقبت ریاست له‌ خوا پیل شوې. یاد پل چې (۲۱.۵) متره اوږدوالی او (۱۸) متره سور لري، د (۴۰) میخي پایو  په درلودلو سره ډیزاین شوی، او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې بشپړ شي. هم‌مهاله، له دیوان‌بیګي څخه تر مهتاب‌قلعه پورې د (۱۷۳۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور د نوي نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا هم روانې دي. په دې پروژه کې د لښتیو، پلي لارو، ګلدانونو، د بایسکل‌ چلولو کرښو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. د دې سړک او پل په جوړېدو سره به د کمپنی او برچي په سړکونو کې ترافیکي ستونزې هوارې  او د سیمو اقتصادي  ودې ته به زمینه برابره شي