الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په ۴۶م ګذر کې د یو فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي

15114.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې د ۴۶م ګذر اړوند د سیاه سنګ په سیمه کې د یو فرعي سړک کانکریټ‌ چارې روانې دي، او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې  میاشتې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر، انجنیر ذبیح‌الله "رحیمي"وايي، دغه سړک چې په ټولیزه (۱۰۸۵) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري، په جوړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده