الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پل سوخته سړک په ګلدان کې د مرسل ۹۰۰ بوټي ګلان کېنول شول

15116.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د کارکوونکو له خوا، د پل سوخته سړک په ګلدان کې د مرسل (۹۰۰) بوټي ګلان کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال، سراج الدین "پټان" په دې اړه وویل: دغه ګلان چې په معیاري ډول کېنول شوي دي، په دوامداره توګه به یې ساتنه او پالنه وشي. ښاغلي پټان زیاته کړه چې، د دې سړک د ښکلا او زرغونتیا په موخه به، نور زینتي ګلان هم کینول شي. دغه راز نوموړي د یاد سړک په اوږدو کې له میشتو ښاریانو غوښتنه وکړه چې،  د نیالګیو او ګلانو په ساتنه او پالنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي