الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

15118.jpg (1820 × 1024)

له بیني حصار ( له کابل- لوګر سړک) څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د سړک جوړونې چارې روانې دي او ډیر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړونې په دغه پروژه کې چې، (۱۶۵۵) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، دلښتیو، پلولارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول،د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورجزیات هم شامل دي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي او بله خوا به د کابل- لوګر سړک  ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي. پاتې دې نه وي چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه د دې پروژې له پلي کېدو څخه فني او تخنیکي څارنه کوي