الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له کارته مامورین درې لارې څخه تر قمبر څلورلارې پورې د سړک د بیارغونې چارې روانې دي

15120.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا، د کارته مامورین له درې لارې څخه د قمبر تر څلورلارې پورې د سړک د اصلي لیکو د زیانمنو  شویو برخو د بیارغونې چارې روانې دي. د یاد سړک ځیني برخې چې، د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې دي، تر تخنیکي او فني څېړنو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په معیاري توګه بیارغول کېږي. د دې سړک د بیارغونې په چارو کې قیر او کرک سیلینګ شامل دي ترڅو د سړک له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ به د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه، په ښار کې د نورو هغو سړکونو په اړه چې بیارغونې ته اړتیا لري هم اقدام وکړي