د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې په ۶م او ۸م ګذر کې د یوه فرعي سړک او څو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دا پروژه چې په ټولیزه توګه ۸۱۰ متره اوږدوالی او له ۳ څخه تر ۶ مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د اتمې ناحیې په ۶م او ۸م ګذر کې د یوه فرعي سړک او کوڅو د جوړولو چارې روانې دي