د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پروژې لوېدیځ خوا ته د کمري سړک د جوړولو په موخه، د کېندنو، خاورې لېږدولو او د بنسټیزو برخو جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې، د بګرامیو د نساجي له سړک څخه تر کمري سیمې پورې (۲۵۸۶) اوږدوالی، (۳۱، ۲۶ او ۶.۵) متره سور لري، د روان کال په بهیر کې به په اساسي توګه جوړ شي. دغه راز په دې پروژه کې د (۱۲۵۵) مترو په اوږدوالی او (۲) مترو په سور د یوه کانال، د (۴.۴) مترو په اوږدوالي او (۳) مترو په سور (۴۶) پلچکونو، د (۸۵) مترو په اوږدوالي، (۲،۷) مترو په لوړوالي، د (۱.۹) او (۲.۱) مترو په سور سره استنادي دیوال، د لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. د یادولو وړ ده چې، د دې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د دوه ویشتمې ناحیې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي، او بله خوا به د سیمې اوسېدونکي ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاسرسی ومومي
د بګرامیو پروژې لوېدیځ خواته د کمري سړک د جوړولو چارې روانې دي