الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

15138.jpg (1820 × 1024)

د ښاري زیربناوو د پراختیا او ښاریانو ته د ترافیکي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د سړک جوړونې دغه مهمه پروژه چې، (۲۷۹۴) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د لښتیو، کانال، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو جوړولو، په سړک د کرښو اچولو، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبولو، او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د صحت عامې او مکروریانو څلورلارو او د ورڅېرمه سړکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. پاتې دې نه وي چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یاد سړک د جوړېدو له چارو څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي