د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګل باغ سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

15153.jpg (1820 × 1024)

په شپږمه او اوومه ناحیو کې له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا په موخه، د خنډونو پاکولو، کیندنو او خاورې لېږدولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې په چټکۍ سره روانې دي. دغه سړک، چې (۲۳۹۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، د یو معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به د یو کال په اوږدو کې  په معیاري ډول جوړ شي. یاد سړک چې د دارالامان له ماڼۍ څخه پیل او د کابل-لوګر سړک سره نښلول کیږي، څلور برخې لري، چې لومړۍ او دویمه برخه یې تر کار لاندې ده او نورې دوه برخې یې د تدارکاتو په پړاونو کې دي، او د جوړولو عملي چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي. د ګلباغ سړک د اقتصادي دهلیز په توګه، چې د کابل لویدیځ زون له سویل سره نښلوي، د ټرافیکي زیربناوو د پراختیا په برخه کې هم ځانګړی اهمیت لري