الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

15155.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل له پورتنۍ برخې څخه د بوستان تر سړک پورې د ۲۵۲۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې، د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. تر دې وړاندې د یاد سړک د ۲۰۲۰ مترو په اوږدوالي یوه لیکه قیر شوې ده او  پاتې ۵۰۰ متره برخه به یې په راتلونکو ورځو کې هم قیر شي. دغه راز د دویمې لیکې د بنسټیزو برخو  په جوړولو کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو جوړول، په سړک دکرښو اچول، د څراغونو او  ترافیکي نښو نصبول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه د دې مهمې پروژې د کار له کیفیت څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي