د خاورینې برخې د کار تر بشپړېدو وروسته د پُل سوخته- پُل سرخ نښلوونکي سړک د پاتې برخې قیر چارې پیل شوې. دا سړک ۹۱۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، په اوږدو کې یې د کابل سیند د پاسه د ۳۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره په دوه لینونو کې یو پُل هم موجود دی او چارې به یې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د برچي عمومي سړک، ګولایي دواخانې سړک، د کارته چهار ۳۰ متره سړک او د کوټه سنګي څلورلارې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د پُل سوخته- پُل سرخ نښلوونکي سړک د پاتې برخې قیر چارې پیل شوې