الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې د یوه فرعي سړک او څلورو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي

15167.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې د لومړي ګذر اړوند په ګذرګاه سیمه کې د یوه فرعي سړک او څلورو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پرژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه چې، په ټولیزه توګه (۶۸۰) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۵) مترو سور لري، د لښتیو او (۱۱۰۰) متر مکعب استنادي دیوال په ګډون  به تر راتلونکو دوه میاشتو پورې په اساسي توګه بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده