الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

15171.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په موخه، د غره د لمن کېندنو، خاورې لېږدولو، د خنډونو پاکولو او د لښتیو او استنادي دیوالونو د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې، (۸۲۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، د لښتیو، د (۲۹۳) مترو په اږدوالی او (۲) متره سور کانال، د (۹۵) مترو په اوږدوالي، (۶۰) سانتي مترو سور او د (۵) مترو په لوړوالي استنادي دېوال او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون به د روان کال په بهیر کې جوړ شي. ورته مهال د درېیمې ناحیې اړوند له پُل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې د (۱۰۴۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره د سړک د جوړولو چارې هم روانې دي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د ښار په مرکزي برخه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي، او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي