الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پروان سه څخه د بادام باغ تر سړک پورې د نښلوونکي سړک چارې روانې دي

15175.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه سیمې څخه د بادام باغ تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې قیر چارې هم ترسره شي. دا سړک  د ۵۶۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلو لارو او استنادي دېوالونو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی چې، چارې به یې تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د دې پروژې د کار له کیفیت څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي. د یاد نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پروان سه او بادام باغ سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي، او بله خوا دغه سړک د ترافیکي بهیر په ویش کې ځانګړی اهمیت لري