د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د ( کابل-جلال آباد سړک د لومړۍ برخې) د جوړولو چارې روانې دي تر څو قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۹۳۹۸) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي. کابل ښاروالۍ د ګڼې ګوڼې د ستونزو په درک کولو او په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، له پکتیا کوټ څخه تر تنګي غارو پورې د (۱۰.۲۵۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰ )مترو په سور سره د یاد سړک د دویمې برخې دجوړولو چارې هم پیلوي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار د ختیځ زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره او په ترافیکي او ترانسپورتي برخو کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.پاتې دې نه وي چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د چارو د کیفیت د تضمین په موخه، له بېلابېلو پړاونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي
د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې روانې دي