الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خواجه بغرا له ګولايي څخه تر قصبه پورې سړک د جوړولو چارې روانې دي

15189.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له ګولايي څخه تر قصبې (میرزا عبدالقادر "بیدل" سړک) پورې سړک د جوړولو په موخه، د پاتې خنډونو د پاکولو، کیندلو، خاورې لېږدولو، او د سړک په اوږدو کې د لښتيو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک چې، (۶۷۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د ټرافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه ډیزاین شوی دی. په دې پروژه کې د (۲۰) مترو په اوږدوالي او (۱.۳) مترو په سور سره یو پلچک او د یو معیاري سړک نور جزئیات شامل دي، چې د پنځو میاشتو په موده کې به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي. د دې سړک جوړول، د پنځلسمې ناحیې د اوسیدونکو سربېره، ټولو هغو هېوادوالو لپاره چې، د خیرخانې اړوند سیمو ته تګ راتګ کوي د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري