الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایي څخه د امنیت تر ښارګوټي پورې د سړک قیر چارې پیل شوې

 15191.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې د دویم بلاک له ګولایي څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د سړک قیر چارې پیل شوې.د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۷۲۸) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، د یوه کانال جوړول او د یو معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به په معیاري او اساسي ډول بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دویم بلاک له ګولایي څخه د امنیت تر ښارګوټي پورې غځېدلی کانال چې، (۷۵۰) متره اوږدوالی، یو متر سور او  (۱.۳) متره ژوروالی لري، د یادې سیمې د سطحي اوبو د مدیریت په برخه کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.  د یاد سړک په جوړېدو سره به د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک د ګولایۍ سیمې او د امنیت ښارګوټي اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي