د ترافیکي نظم د رامنځته کولو په موخه، د دولسمې ناحیې اړوند د بګرامي له سړک څخه د قلعه زمان خان تر سړک پورې د امنیت پروژې پر عمومي سړک د کرښو اچولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي. په سړک د کرښو اچول په ټوله کې نښلوونکې او منقطع کرښې، د پلولارو دهلیزونه، او ترافیکي سمبولونه په برکې نیسي، چې خورا مهم او د اهمیت وړ دي. د (۷۳۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) متره سور سره،د امنیت پروژې د عمومي سړک د جوړولو چارې، تېر کال د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست لخوا ترسره شوې دي. دغه سړک چې یو له مهمو او نښلوونکو سړکونو څخه شمېرل کیږي، او د بګرامي سیمه له قلعه زمان خان سره نښلوي، په ورڅېرمه سړکونو کې یې د ګڼې ګوڼې ستونزې هم کمې کړې دي. کابل ښاروالۍ هوډ لري چې د پلان له مخې، د ښار د معیاري ودې او پراختیا په موخه، د ښار په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري
د امنیت پروژې پر عمومي سړک د کرښو اچولو چارې روانې دي