د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه ترسره شوه

15197.jpg (1820 × 1024)

د نیکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت، د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون د ۴۸مې ګڼې نرخنامې د جوړولو په موخه غونده ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ دمارکیټونو د تنظیم رئیس مولوي مدثر محمد "یونس" وویل چې، په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ، د سوداګرۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونه، د استخباراتو عمومي ریاست، د افغانستان بانک، د څارنې عمومي ریاست، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، کسبګر او هټیوالو، د تیلو او ګاز  امارتي شرکت، د  نورم او استندرد ملی ادارې، او د اصنافو باصلاحبته استازو ګډون کړی ؤ. ښاغلي یونس زیاته کړه چې، د اړوندو ادارو او اتحادیو لخوا د وړاندې شويو نرخونو په پام کې نیولو سره، نرخونه و ارزول شول، او نوې نرخنامه چمتو شوه ترڅو د کابل ښاریان وکولی شي خپل د اړتیا وړ توکي له بازارونو څخه په مناسب قیمت او لوړ کیفیت ترلاسه کړي. دغه راز په دې غونډه کې، د کابل په بازارونو کې په لوړ قیمت د پلور د مخنیوي، له ګاونډیو هیوادونو څخه د لومړنیو توکو واردول او د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو په نرخونو کې د بدلون په اړه بحث وشو، ترڅو د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د نرخنامې له تطبیق څخه په منظمه توګه څارنه وشي