د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې اصلي سړک، (۳۸۳۴) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور او تر قلعه قاضي پورې نښلونکی سړک، (۱۱۴۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، او هڅه کېږي چې، د یو معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې احیستنې ته وسپارل شي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او د لوېدیځ زون ښاریانو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي