الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د یوې لیکې قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي

15220.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو برخو تر جوړولو وروسته، د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د یوې لیکې قیر چارې روان دي او ټاکل شوې ده هرڅه ژر بشپړې او یاد سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.  ورته مهال د یاد سړک د دویمې لیکې د جوړولو چارې هم  روانې دي ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه د کوتل له پورتنۍ برخې څخه تر بوستان سړک پورې (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري او هڅه کېږي چې هرڅه ژر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتيو، پلې لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول هم شامل دي. پاتې دې نه وي چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کیفیت د تضمین په موخه له بېلابېلو پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي