د ۲۱مې ناحیې اړوند د کابل – جلال آباد تر سړک پورې د بګرامي – لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د سړک جوړونې په دې پروژه کې چې، (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او (۶۰ )متره سور لري، د (۴) پلچکونو، د (۷۰۰۰) متر مکعب په اندازه استنادي دیوالونو، لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي چې، تر اوسه یې (۱۴) چارې مخته تللې دي. د دغه سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل په ختیځ زون کې اقتصادي ودې ته زمینه برابره او بله خوا به د هیوادوالو د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي
د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د بګرامي - لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي