د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د مرسل ګلانو د کېنولو سربېره، د پروان دو په څلورلارې، د میوې مارکېټ په زرغونه سیمه، سرسبزۍ څلورلارې او د پُل سوخته په ګلدانونو کې د فصلي ګلانو د کېنولو چارې پیل کړې. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست فني مرستیال سراج الدین پټان په دې اړه وویل: د ښاري ښکلا او سمسورتیا په موخه، په ګلدانونو، پارکونو او نورو ښاري سیمو کې زرګونه فصلي ګلان کېنول کېږي چې په دوامداره توګه به یې ساتنه او پالنه وشي. نوموړي زیاته کړه: د مرسل ګلانو د کېنولو چارې هم روانې دي او د څلورمې ناحیې اړوند سړک په ګلدانونو کې ۳ زره فصلي ګلان او د شپږمې ناحیې اړوند سړکونو په ګلدانونو کې پنځه سوه د شمشاد زینتي ګلان کېنول شوي دي. دغه ګلان د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست اړوند قوریو او شنو خونو کې روزل شوي دي چې، د تېر کال په پرتله یې ښه وده کړې ده. ښاغلي پټان له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د کېنول شویو ګلانو او زینتي بوټو د ساتلو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي او د ګلانو له پرې کولو او ایستلو څخه دې په کلکه ډډه وکړي ترڅو کابل په یوه زرغون او ښایسته ښار بدل شي
د فصلي ګلانو د کېنولو چارې پیل شوې