د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له قلعه زمان خان څخه تر د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 15236.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د ۱۶۴۵ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دا سړک د ۲۰۱ مترو په اوږدوالي، ۱.۵ مترو په سور او د ۱.۵ مترو په ژوروالي یوه کانال، د ۱۷، ۳۱ او ۴۵ مترو په اوږدوالي او د ۱.۵ مترو په سور ۳ پلچکونو او د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یاد سړک د جوړېدو له چارو تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي. له قلعه زمان خان څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي