الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو او قلعه زمان خان ترمنځ د سړک جوړولو چارې روانې دي

 15240.jpg (1820 × 1024)

د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند د کارته نو له سړک ( د اوبو رسونې شرکت له څنګ) څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نښلوونکي سړک جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۳۰۷۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د لښتیو، استنادي دیوال، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو نصبولو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون به په معیاري توګه جوړ شي. د یاد سړک د کار د کیفیت د تضمین په موخه د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له لوري په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره کېږي ترڅو دا پروژه په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه شي