الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې په څلورم او اووم ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي

15242.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې په ۴م او ۷م ګذر کې د څو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. د نهمې ناحیې د مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري په وینا؛ په څلورم ګذر کې کوڅې (۷۳۳) متره اوږدوالی او په ۷م ګذر کې (۴۹۹) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۵) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون به د دوه نیمو میاشتو په موده کې جوړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې سیمه ییزې ستونزې هوارې شي. د یادولو وړ ده چې، په دې پروژو کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده