د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او ترځمکې لاندې سړک لومړنۍ چارې پیل شوې

 15256.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ترافیکي وضعیت د ښه کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په بره کي څلورلارې کې د څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک لومړنۍ چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د فني مرستیال انجنیر محمد داوُد ځواب په وینا؛ د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو ژوروالي او د ۵۲۵ استحکامي پایو( ستنو) په درلودلو سره ترځمکې لاندې سړک او د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو لوړوالي او د ۴۴۰ پایو ( ستنو) په درلودلو سره هوايي پُل ډیزاین شوي دي چې چارې به یې د نږدې دوو کلونو په موده کې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا د ګڼه ګوڼې ستونزې ته په کتو او تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته له نړیوالو معیارونو سره سم دا هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک ډیزاین شوي دي. ورته مهال د کابل ښار د ترافیکو رئیس مل پاسوال خیال محمد غاور وویل: دا پروژه د کابل ښار د ترافیکي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري چې د پلي کېدو په ځانګړې توګه په بدیلو لارو د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د دې هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک په جوړېدو سره به په بره کي څلورلارې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او په کابل ښار به د ښکلا او تلپاتې پراختیا شاهدان و اوسو