الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د آریانا له څلورلارې څخه د صحت عامې تر څلورلارې پورې سړک د پلو لارو او ګلدانونو د جوړولو چارې روانې دي

 15260.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د نهمې او لسمې ناحیو اړوند له آریانا څلورلارې څخه د صحت عامې تر څلورلارې پورې د سړک دواړو خواوو ته د پلو لارو او ګلدانونو د جوړلو چارې روانې دي. د یاد سړک د پلو لارو په جوړولو کې چې، په ټولیزه توګه (۱۰۹۰) متره اوږدوالی او (۲) متره سور لري، د کابل ښاروالۍ د تېږو د تولید فابریکې  تېږې کارول کیږي.  دغه راز د دې سړک د منځ ګلدانونه چې،(۲۱۸۰) متره اوږدوالی او (۲) متره سور لري، د سړک دواړو خواوو ته د جدلونو د نصبولو په ګډون د جوړېدو په حال کې دي. د یادونې وړ ده چې، د عامه شتمنیو د ساتنې او د ښاري تاسیساتو له ژر ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، دغه سړک تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په اساسي توګه بیارغول شوی ؤ