د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه سیمې څخه د بادام باغ تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ښه پرمختګ لري او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې قیر چارې هم ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې، (۵۶۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو او استنادي دېوالونو په ګډون به تر راتلونکو دوه میاشتو پورې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پروان سه او بادام باغ سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي، او بله خوا به د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې تر ډیره کمښت ومومي
له پروان سه څخه د بادام باغ تر سړک پورې نښلوونکی سړک قیر کولو ته چمتو دی