الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پروان سه څخه د بادام باغ تر سړک پورې نښلوونکی سړک قیر کولو ته چمتو دی

15268.jpg (1820 × 1024)د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه سیمې څخه د بادام باغ تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ښه پرمختګ لري او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې قیر چارې هم ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې، (۵۶۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو او استنادي دېوالونو په ګډون به تر راتلونکو دوه میاشتو پورې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پروان سه او بادام باغ سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي، او بله خوا به د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې تر ډیره کمښت ومومي