الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي

15275.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د یوې لیکې قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: د یاد سړک قیر چارې په لابراتوار کې تر آزمایښت وروسته ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه چې، ورته مهال د یاد سړک د دویمې لیکې د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې هم روانې دي ترڅو قیر کولو ته چمتو شي. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه چې، د کوتل له پورتنۍ برخې څخه تر بوستان سړک پورې (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې بشپړ شي