الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د مشرتابه تر څارنې لاندې د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایي څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې

15279.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د سړک دویمه طبقه قیر چارې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر څارنې لاندې په داسې حال چې، د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر یې ملتیا کوله پیل شوې. د یاد سړک دویمه طبقه قیر چارې په لابراتوار کې د اړتیا وړ توکو تر فني آزمایښت وروسته  ترسره شوې، چې دا کار د ښاري زیربناو د کیفیت د تضمین په برخه کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.  د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې نښلوونکی سړک چې، (۷۲۸) متره اوږدوالی او  (۴۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به تر راتلونکو نږدې دوه میاشتو پورې په معیاري او اساسي توګه جوړ او ورسره جوخت به د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک د ګولایۍ سیمې او د امنیت ښارګوټي اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي