د کابل ښار د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناو د ښه والي په موخه، د ۲۲مې ناحیې اړوند د بګرامي پروژې په لویدیځ کې د کمري سیمې سړک د جوړولو چارې روانې دي، او ټاکل شوې ده چې دغه پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې احیستنې وسپارل شي. دغه سړک چې، (۲۵۸۶) متره او ږدوالی، (۳۱، ۲۶ او ۶.۵ )متره سور لري د بګرامیو د نساجي له سړک څخه پیل او د کمري کلي کې پای ته رسیږي. د بګرامي پروژې لویدیځ خواته د کمري سړک د جوړولو په پروژه کې، د (۱۲۵۵) مترو په اوږدوالي او (۲) متره سور سره د اوبو د یو لوی کانال،د (۴.۴) مترو په اوږدوالي او (۳) متره سور سره د (۴۶) پلچکونو، د (۸۵) مترو په اوږدوالي، (۲.۷) متره لوړوالي، د (۱.۹) او (۲.۱) متره سور سره د استنادي دیوال، او همدارنګه د لښتیو، پلولارو، ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یو معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. دا د سړک جوړونې دویمه لویه پروژه ده چې، د کابل ښاروالۍ له خوا د۲۲مې ناحیې د ودې او پراختیا په موخه ډیزاین او پلي کیږي ترڅو له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو ښاریانو ستونزې حل او د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د متوازن پرمختګ اصل چمتو شي
د ښاري زیربناوو د ښه والي په موخه، د بګرامي پروژې په لویدیځ کې د کمري سیمې سړک د جوړولو چارې روانې دي