د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ سړک په ګلدان کې د مرسل ۵۰۰۰ بوټي ګلان کېنول شول

15286.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ښکلا رامنځته کولو او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سړک په ګلدان کې ، د مرسل (۵۰۰۰) بوټي ګلان کېنودل شول. دغه ګلدان، د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا ریاست د پر لپسې هڅو په پایله کې اوس په یوه ښکلي او زرغون ځای بدل شوی دی. د زرغونتیا ریاست فني مرستیال سراج الدین پټان په دې اړه وویل:دغه ګلدان له میرویس میدان (کوټه سنګي) څخه د کمپنۍ تر څلور لارې پورې (۵) کیلومتره اوږدوالی لري، چې په هغه کې (۷۰،۰۰۰) د مرسل ګلان او زرګونه ونې پخوا کېنول شوي او د دغو (۵،۰۰۰) نورو ګلانو په ایښودلو سره به، د غه شمېره نوره هم لوړه شي. د نوموړي  په وینا، په دې ګلدان کې ګڼ فعالیتونه لکه، د ونو اصلاح کول، شاخه بري، د چمن جوړول، د ګلدانونو لپاره د محافظتي کټارو نصبول، او د اوبو لګولو د سیستم جوړول، ترسره شوي دي. د یاد ریاست مسئولینو ډاډ ورکړی چې، له دغه ګلدان څخه به په دوامداره توګه څارنه کېږي ترڅو د هغه ښکلا او زرغونتیا نوره هم  پراختیا ومومي