الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو منډوي د سړکونو جوړولو چارې روانې دي

15308.jpg (1820 × 1024)

 ښاریانو او هټیوالو او ته د آسانتیاوو د برابرولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا د ۱۶مې ناحیې اړوند د بګراميو منډوي د سړکونو د جوړولو چارې چې، په ټولیزه توګه (۱۷۱۶) متره اوږدوالی،(۱۶) او (۳۰) متره سور لري روانې دي. د بګراميو منډوی (۱۶۴) جریبه مساحت لري، چې د اړتیاوړ توکو، میوو او سبزیجاتو پلورونکي پکې فعالیت کوي. کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، د دغه منډوي فعالیت کوونکو ته ګڼې آسانتیاوې برابرې کړي، تر څو له یوې خوا د اقتصادي فعالیتونو ودې او پراختیا ته زمینه برابره کړي، او له بلې خوا به د ښاروالۍ له دغه ملکیت څخه غوره ګټه اخیستنه تامین شي. د یادونې وړ ده چې، تر اوسه پورې د دغو سړکونو د بنسټیزو برخو او د لښتیو په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی