د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې روانې دي

15312.jpg (1820 × 1024)

 د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د ( کابل-جلال آباد سړک د لومړۍ برخې) د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده چې، د روان کال په بهیر کې به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې،  (۹۳۹۷) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي.  کابل ښاروالۍ د ګڼې ګوڼې د ستونزو په درک کولو او په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، له پکتیا کوټ څخه تر تنګي غارو پورې د (۱۰.۲۵۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰)مترو په سور سره د یاد سړک د دویمې برخې دجوړولو چارې هم پیلوي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار د ختیځ زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره او په ترافیکي او ترانسپورتي برخو کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي. پاتې دې نه وي چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د چارو د کیفیت د تضمین په موخه، له بېلابېلو پړاونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي