د کابل- لوګر سړک د لومړي فاز د اساسي برخو چارې بشپړې شوې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې قیر چارې ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې د آمر انجنیر محمد حامد سادات په وینا؛ دا سړک له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، یو کیلو متر برخه به یې ډېر ژر قیر شي. نوموړي زیاته کړه چې، هڅه کېږي ترڅو د یاد سړک چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا سړک د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، څراغونو، تم ځایونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړوېدو په حال کې دی. د یادې پروژې د کار د کیفیت د تضمین په موخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي. د کابل- لوګر سړک د کابل ښار د سویل ختیځ زون له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي چې، کابل ښاروالۍ د یاد سړک ارزښت ته په کتو ژمنتیا لري ترڅو له چرخ آب څخه تر سنګ نوشتې پورې د یاد سړک دویمه برخه هم جوړه کړي
د کابل- لوګر سړک د لومړي فاز یو کیلو متر برخه قیر چارو ته چمتو شوې ده