الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې روانې دي

15329.jpg (1820 × 1024)

د یوولسمې او اولسمې ناحیو اړوند د سرای شمالي له څلورلارې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې ښي خواته د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو په موخه، د کیندنو، د خنډونو پاکولو، خاورې لېږدولو، د لښتیو او استنادي دېوالونو جوړولو چارې روانې دي. غه سړک چې، (۳۶۴۷) متره اوږدوالی او (۲۷) متره سور لري، د نږدې یوه کال په موده کې به  د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا جوړ شي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره به کابل ښاریانو په ځانګړې توګه د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم روانې دي