د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له جوی شیر څخه تر دهمزنګ پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

 15334.jpg (1820 × 1024)

له جوی شیر څخه تر دهمزنګ پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي، او هڅه کیږي چې، د روان کال په بهیر کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه پروژه په دوه برخو کې طرحه شوې ده چې، لومړۍ برخه یې د دویمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر پُل ارتل پورې (۸۲۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور او دویمه برخه یې د درېیمې ناحیې اړوند له پُل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې (۱۰۴۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري. دا سړک به د کانال، استنادي دیوال، لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او کرښو اچولو په ګډون په اساسي توګه جوړ شي. د یاد سړک په جوړیدو سره به له یوې خوا د ښار په مرکزي برخه کې ګڼه کوڼه کمه او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي